د پاکستان پوځ تر څارنې لاندې په جنوبي وزیرستان کې د ۵۰ زره د چلغوزو د نیالګیو کېنول پیل شول.
په جنوبي وزيرستان کې په ٩٤زره ايکړه زمکه ځنګلونه دي، چې د ځنګلونو پوهانو او د سيمې د اوسېدونکو په اوږده هيله د پاکستان د پوځ او د ځنګلونو د ادارې په ګډې همکارۍ ٥٠ زره بوټي لگوي. په لدها، کنیګارام، تیرازه او مکین کې په ۱۲۰ جریبه ځمکه کې د چلغوزې لګولو لړۍ پیل شوې، د زیتون په ځنګلونو کې د پاکستان پوځ لخوا په وړیا ډول ۷۰ زره ونې کینول کیږي، د پاکستان پوځ او د ځنګلونو اداره همدارنګه د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د پرې کولو د مخنیوي لپاره شپه او ورځ کار کوي.