جنوبي وزيرستان: د سکيورټي فورسز لخوا په شکي کښي د استاذانو سيمينار منعقد کړے شو
د جنوبي وزيرستان په شيکۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو لخوا د اې پي ايس شکي په نوم د استاذانو سيمينار ترسره شو، په سيمينار کې د سواد زده کړې کمپاين "علم طلوع دی پارا" په هدفونو او ښوونکو ته په ورپېښو ستونزو خبرې وشوې. په دې سیمینار کې د ولسوالیو د پوهنې رییسانو ( نارینه او ښځینه) هم ګډون کړی و او د ښوونکو د اداري ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او د سیمینار په ترڅ کې یې ښوونکي وهڅول چې د ښوونځیو حاضري زیاته کړي او د پوهنې په وده کې فعاله ونډه واخلي.