-
اندکزي سکاؤټس په بې وزلو او معيوبينو د روژې پېکج وويشل
د اورکزي سکاوټس لخوا د روژې او اختر په خوښیو کې د ټولنې د بې وزله طبقو د شاملولو هڅې روانې دي، تېره ورځ هم د اورکزي سکاؤټس قومندانۍ د روژې مبارکه میاشت په لسګونو کونډو، معیوبو، ړندو، یتیمو نجونو او مستحقو مېرمنو سره ولمانځله. اشخاصو ته د راشن کڅوړې او مالي مرستې وویشل شوې ترڅو دوی وکولی شي اختر په ښه توګه ولمانځي.