جنوبي وزيرستان: د بريګيډ کمانډر تر څارنې لاندې يتيمانو، کونډو او مستحقينو ته د اختر ډالۍ او راشن ويشل.
د کوچني اختر په خوشحالۍ کې د جنوبي وزیرستان د تبۍ سر او سپین قمر سره تعلق لرونکو یتیمانو، کونډو او مستحقو کورنیو ته د سوغات او راشن پیکجونو د ویشلو مراسم ترسره شول، په دې مراسمو کې د ځايي لوا قوماندان رمضان تر څارنې لاندې ۱۰۰ کونډې په مستحقو کورنیو د راشن کڅوړې وویشل شوې او د سیمې په ماشومانو د اختر ډالۍ وویشل شوې.د لوا قوماندان د سیمې خلکو ته د اختر مبارکي وویله او نیکې هیلې یې څرګندې کړې او په راتلونکي کې یې د امنیتي ځواکونو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. د سیمې مشرانو او خلکو د پاکستان د پوځ د دې خواخوږۍ له امله مننه وکړه.