-
جنوبي وزيرستان: په جاوېد سلطان کېمپ وانا کې پوځي چارواکو د ملک او د وزير قوم له مشرانو سره وکتل.
د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ایف سي چارواکو د جاوید سلطان په کېمپ کې د ملک او د وزیر قبیلې له مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې په سیمه کې د سولې او هماهنګۍ په رامنځته کولو، د متقابلې هماهنګۍ د ودې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د موثرو اقداماتو په اړه د سیمه ییزو مشرانو پر رول سلا مشورې وشوې. او د معارف د اهمیت او ترویج لپاره په اغیزمنو اقداماتو خبرې وشوې.