د پاکستان پوځ به په جنوبي وزیرستان کې ۴۴ زره هکتاره کرنيزه ځمکه د کرنې وړ ګرځوي
د پاکستان پوځ د پانګونې د اسانتیاوو د ځانګړې شورا (SIFC) تر څارنې لاندې په جنوبي وزیرستان کې د کرنیزو ځمکو د کرلو لپاره یوه لویه پروژه پیل کړه. د جنوبي وزيرستان په زرملان ولسوالۍ کې د SIFC تر څارنې لاندې يوه ازمايښتي پروژه پيل شوې ده. په لومړي سر کې به ۱۰۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه د کرنې وړ وي او له هغې وروسته به ۴۴ زره جريبه ځمکه د کرنې وړ وي. کارپوهان وايي چې دا پروژه به نه یوازې د ځايي بزګرانو اقتصاد ښه کړي بلکې د خوارځواکۍ کچه به هم کنټرول کړي. دا پروژه د سوکالۍ او پرمختګ په سفر کې د وزیرستان خلکو ته د پاکستان د پوځ یوه بله ډالۍ ده. د سیمې خلکو د دې ازمایښتي پروژې د بشپړیدو له امله د پاکستان له پوځ څخه مننه وکړه هغه وويل، چې دا پروژه به په سيمه کې په پراخه کچه کرنې ته وده ورکړي، چې ورسره به د کار زمينه هم برابره شي